IQNA

په سیمې کې سوله د ایران لپاره یو  سټراټیژیک  لومړیتوب دی

9:55 - August 20, 2025
د خبر لمبر: 3491576
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ولسمشر مسعود پزشکیاند ارمنستان له لومړي وزیر سره  په ګډ خبری کنفرانس کې  وویل چې د ایران لپاره په قفقاز کې سوله یو  سټراټیژیک لومړیتوب دی او مونږ د آذربایجان جمهوریت  او ارمنستان ترمینځ د سولې خبرو ملاتړ کوو. هغه زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت تل په دې ټینګار کړی چې په قفقاز سیمې کې د نړیوالو پولو بدلون نه مني او باور لري چې دا سیمه باید د جیو-پولیټیکي سیالیو ډګر  ونه ګرځي.(لید)

په راپور کې وئيل شوي دي ډاکټر مسعود پزشکیان د ارمنستان د سفر د پروګرامونو په دوام، پرون ناوخته د ارمنستان له لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې، د ارمنستان د حکومت او خلکو  د  تاوده  هرکلي او د دغه سفر د بریالیتوب لپاره د لومړي وزیر او د هغه د همکارانود  هڅو  مننه وکړه. هغه ارمنستان د ایران په ګاونډ کې یو مهم هېواد وباله او ټینګار ئې وکړ چې تاریخ د دواړو هېوادونو د خلکو ترمینځ ژورې اړیکې ښئي.

پزشکیان وویل چې په ایران کې، په تیره بیا  په سرحدي سیمو کې د ارمني ټولنې شتون او د دواړو هېوادونو ترمینځ د کلتوري او تمدني مشترکاتو موجودیت د دواړو هېوادونو ترمینځ د دوستۍ اړیکې ښئي.   د دواړو هېوادونو مشترکه پوله په تېرو کلونو کې د دوستۍ پوله  او د دواړو هېوادونو د خلکو د نښلولو کړئ ده او راتلونکي کې به هم همداسې وي. د  آرارات له غرونو رانیولې تر ایراني فلات پورې، د تاریخ نسیم د شعر، موسیقۍ او میلمه‌پالنې بوي  دواړو سرحدونو ته رسولی دی.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د حافظ د یوه شعر یادونه وکړه چې د ارس سیند د غاړو ژوند او تحرک بیانوي او ټینګار ئې وکړ چې مونږ د خپلو ګاونډیانو، په تیره بیا د  ارمنستان، ارامي او هوساینه د ایران له ملي ګټو سره همغږې ګڼو. هغه وویل چې د همغږئ او د دوستۍ پر عواملو ټینګار د امنیت د دوام او پرمختګ په لور د حرکت لپاره ترټولو مهم عوامل دي.

پزشکیان زیاته کړه: موږ تل په روښانه توګه د ارمنستان د خاورې بشپړتیا ملاتړ کړی او دا د ایران د اسلامي جمهوریت ثابت او نه بدلېدونکی سیاست دی. مونږ په سیمه کې د زور  د کارولو یا د زور د کارولو له ګواښ سره مخالف یو. مونږ باور لرو چې په قفقاز کې سیاست او حکومتوالي باید قفقازي پاتې شي؛ د قفقاز د مسایلو حل د سیمې دباندې ځواکونو ته سپارل د سیمې وضعیت نوره  هم پیچلی کوي.

  د ایران تلپاتې دریځ دا دی چې په قفقاز کې د نړیوالو پولو بدلون نه مني او باور لري چې دا سیمه باید د جیو-پولیټیکي سیالیو ډګر ونه ګرځي. د ایران پریکنده  اراده دا ده چې له ارمنستان سره په ټولو برخو کې اړیکې پراخې او ستراتیژیکې کچې ته لوړې کړي.  

پزشکیان ټینګار وکړ: ایران او ارمنستان د خلیج فارس - تور سمندر دهلېز په فعالولو کې ګډې ګټې لري. د ریل، سړک او سمندري ترانزیټي لارو پراختیا، د دواړو هېوادونو له ظرفیتونو په ګټې اخیستنې د ارتباطي دهلېزونو جوړول، د سرحدي بازارچو پراختیا او مجهزول، د سوداګرۍ اسانتیا، د ګډو اقتصادي ازادو زونونو جوړول او د لاریو تګ راتګ اسانول د دواړو هېوادونو د اړیکو جدي اړتیاوې دي او په دې برخو کې جوړونکې خبرې اترې شوې دي.

ولسمشر یادونه وکړه: همدارنګه د سرحدونو د امنیت او د وګړو د آرامۍ د تامین لپاره د دواړو خواوو د ملګرتیاؤ په زیاتوالی، د دواړو هېوادونو د خلکو ترمینځ  په   اړیکو  او  ګرځندوئي  پراختیا باندې  هم ټینګار شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4300776

captcha